د پکتیکا ولایت د ولسي جرګې یو شمېر وکیلان او قومي مشران وايي، د امنیتي ستونزو له امله د یاد ولایت څو ولسوالۍ د سقوط په درشل کې دي.
دوی وايي، تروې، وړممۍ او وازې خوا ولسوالۍ د پاکستان سره څه د پاسه ۳۰۰ کیلومتره لاره لري، چې د کویټي شورا، واڼه، وزیرستان او د نورو سېمو څخه وسله وال طالبان د پاکستاني ملیشو په ملتیا په ډاډه زړه په یادو لارو افغانستان ته اوړي.
ولسي جرګه کې د پکتیکا ولایت وکیلان وایي، د یادو ولسوالیو د لارو خلاصون او اکمالاتو لپاره یې ډیرې هڅي کړي؛ خو بې پایلې پاتي شوي دي.
د دوی په وینا، وړممۍ، وازې خوا او تروې ولسوالۍ ته له تیرو دیارلسو کلونو راهیسې اکمالات نه دي شوي او همدا راز امنیتي ستونزو ته یې هم پام نه دی شوی.
د یاد ولایت قومي مشران وايي، پاکستان پر ډېورنډ فرضي کرښې سره په هر کیلومټر یو امنیتي ټاور او په هر درې کیلومترو یوه امنیتي پوسته لري؛ خو د افغانستان په طرف یوازې دوه امنیتي پوستې دي، چې تجهیزات، درنې وسلې نه لري او آن ډېری وخت سرتیري په خپلو پېسو باندې مرمۍ اخلي.
د دوی په وینا، د وړممۍ، وازې خوا او تروې لارې هم له کلونو راهیسې د پکتیکا مرکز سره بندې دي او تېره اونۍ هم د طالبانو ۴۰۰ وسله وال د وازې خوا ولسوالۍ د سقوط لپاره سره را غونډ شوي و.
قومي مشران وايي، یادې درې ولسوالۍ چې ډيورنډ فرضي کرښې سره موقعیت لري؛ باید د اردو سرتېري، سرحدي پولیس او سیمه ییز پولیس ورته منظور او ځاي پر ځاي شي، چې د دوی په خبره د یادو سیمو امنیت خوندیتوب سره ډيری ولایتونه خوندي کیدای شي.
د پکتیکا د خوازې خوا ولسوالۍ د یوې امنیتي پوستې یوه ویډیو، چې زاویه نیوز ته رسیدلې، په کې ښکاري؛ سرتیري په ډېرې سختۍ سره امنیتي پوسته جوړوي او وايي، چې باید ستونزو ته یې رسیدګي وشي.
هڅه مو وکړه، چې د دغه ستونزو په اړه د حکومتي چارواکو نظر هم راواخلو؛ خو له بيا بيا هڅو سره و نه توانيدو
د یادونې ده، چې تر دې وړاندي هم بار، بار پکتیکا کې سرتیرو د تجهیزاتو او اکمالاتو په برخه کې د اقداماتو غوښتنه کړې ده.